د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

mmd_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۱۰:۸
pic

د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري د جلالتمآب جمهور رییس په حضور کې د جمهوري ریاست په سلام خانۍ ماڼۍ کې د ګڼو معلولیت لرونکو وګړو په ګډون ونمانځله.

د دې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رییسانو، د کابینې غړو، د بهرنیو هېوادونو  سفیرانو، د معلولینو د ملاتړو بنسټونو استازو او ګڼو نور خلکو ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د افغانستان ټولو معلولیت لرونکو وګړو ته د دې ورځې د مبارکۍ پر مهال وینا وکړه، وویل، چې معلولیت د بشریت اړوند پدیده ده او بدبختانه چې په تېرو څلور لسېزو کې په هیواد کې د جګړو له امله د معلولینو شمېر زیات شوی دی او  په هیواد کې تر ۹۰۰ زرو ډېر معلولین موجود دي.  دغه قشر ته د تېر په پرتله زیاته پاملرنه شوی، د دوی د رسېدنې پروسه اسانه، همغږي زیاته او تر یوه چتر لاندې راټول شوي دي.

ښاغلي اریوبي زیاته کړه، چې له تعدیل وروسته د معلولینو د حقوقو او امتیازاتو قانون طرحه عدلیې وزارت ته استول شوېده، همداراز د معلولینو د غږ مرکز، ډیټابیس او د معلولیت ملي ستراتېژي ایجاد شوې او د ۲۰۱۹ کال لپاره د معلولینو د نړیوالې ورځې په مناسبت د معلولیت لرونکو وګړو د رهبرۍ او مشارکت لوړولو تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د شعار د تطبیق لپاره هڅې کوو.

ورپسې د افغانستان د معلولیت لرونکو وګړو د سرتاسري شورا رییس ښاغلي مسعود صافی وینا وکړه او دغه قشر ته د جمهوررئیس له پاملرنې یې مننه وکړه وویل: د معلولینو ډېری غوښتنې عملي شوي او موږ هیله لرو، چې معلولینو ته د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو، پوهنې، لوړو زده کړو او کارموندنې په برخو کې هم پاملرنه زیاته شي. نوموړي همدا راز د معلولینو د حقونو او امتیازاتو د اجرا او پارا المپیک ته د مالي امکاناتو د برابرولو په برخه کې د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.

جلالتماب جمهور رییس محمد اشرف غني د خپلې وینا پر مهال ټولو معلولیت لرونکو وګړو ته د دوی د نړیوالې ورځې مبارکي ورکړه وویل، چې معلولیت لرونکي وګړي بېلابېلې وړتیاوې لري، زموږ فرهنګ باید په وړتیا متمرکز وي او  د معلولیت لرونکو وګړو نړیوالې ورځې د نمانځنې مراسمو په ویاړ به په راتلونکي کال کې د معلولینو د وړتیاو پر تقدیر زیات تمرکز وشي.

جمهوررییس زیاته کړه، چې  د معلولینو د ستونزو حل دولت، ټولنې او د خصوصي سکتور پورې اړه لري، ټول باید یوه بل ته لاسونه ورکړو او دغه قشر ته بنیادي پاملرنه وکړو. د دولت په دستګاه کې له ساختاري اصلاحاتو پرته د معلولینو د ستونزو حل ممکن نه دی او د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د هیواد د شهیدانو او معلولینو د وینو پر وړاندې بې تفاوته نشي او دوی ته نه پاملرنه د منلو وړ نه ده.

جمهوررئیس د معلولینو او شهیدانو وارثینو د ستونزو د حل په خاطر د اداري سیستم او د معلولینو د تګ راتګ لپاره د ودانیو جوړولو د قوانینو پر ساده کولو ټینګار وکړ او وې ویل، معلولین ملي دي په ځانګړې قوم او سیمې پورې تړاو نه لري.

همدارنګه جمهوررئیس غني د افغانستان پر اقتصادي انکشاف ټینګار وکړ او وې ویل، خپل توقعات باید مدیریت کړو او د معلولینو حق باید حقداره معلولینو ته ورسېږي.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې په ټولنه کې د معلولینو د فعالې ونډې مننه وکړه او وې ویل، هیله ده د معلول کوچنیانو د پرېشانې ترانې د هوسا، باثبات او قانونمند افغانستان پر بیانونکو ترانو بدلې شي.

د دغو مراسمو په جریان کې جمهوررئیس غني د معلولیت لرونکو وګړو د نقاشۍ او خطاطۍ نندارتون له نږدې وکوت او تنکیو معلولینو هم یوه ترانه ولوسته.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۶
Background image

په کنړ ولايت کې پر (۱۲۵) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) نړېوالې مؤسسې په همکارۍ په څوکۍ او نورګل ولسواليو کې پر( ۱۲۵) زلزله ځپلو کورنيو باندې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، هرې کورنۍ ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۵
Background image

ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنۍ د پلاوي سفر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب، محترم نصیر احمد حکيمي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۴۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۶۴) تنو کارکوونکو لپاره د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د (ASPS) مرستندویه مؤسسې په همغږۍ د (۶۴) تنو کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار پیل کړ.

په دې سیمینار کې. . .

BACK TO NEWS