د مجاهدینو د جهادي دورې د خدمت په فورمو کې د قدم د دقیقې محاسبې په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې غونډه ترسره شوه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۹:۲۷

د مجاهدینو د جهادي دورې د خدمت په فورمو کې د قدم د محاسبې په موخه غونډه د دې وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ او د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین دروېش په ګډون جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د تصفیوي کمیسیون له لوري د مجاهدینو د جهادي دورې د وروستیو او تایید شوو خدمتونو په فورمو کې د قدم د محاسبې څرنګوالي په اړه هر اړخیز بحث وشو.

د دې غونډې د جوړیدو اصلي موخه دا وه چې په فورمو کې قدم په دقیق ډول محاسبه او شفافیت خوندي شي او مجاهدینو ته د هغوی د خدمت امتیازات په اسانۍ سره ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS