د غزني او میدان وردک ولايتونو د شهیدانو او معلولینو چارو رياستونو له کړنو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۹:۲۶

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي مفتیشينو آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو پلاوي چې د کورنۍ پلټنې رياست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم علي جان محمدي او محترم امین الله امیني  یې ملتیا کوله، د‌ غزني او میدان وردک ولايتونو د شهیدانو او معلولینو چارو رياستونو له لوري په (۱۴۰۳) مالي کال کې ترسره شوي فعاليتونه او کړنې په هر اړخیزه توګه بررسي کړې.

یاد پلاوي د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو ته د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالی، د تثبیت او ثبت بهیر، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتني نغدي مساعدتونو وېش او د یادو ریاستونو نورې اداري چارې په هر اړخیز ډول بررسي کړې، شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه او د ښې رسيدګي په موخه یې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی او صحي مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن هرات ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

BACK TO NEWS