د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې زر (۱۰۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې ژمني توکي ووېشل شول

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۴۰
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کابل ولایت اړوند د نواحېو او ولسوالېو زر (۱۰۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ ژمني توکي چې په هغه کې البسه او کمپلۍ شاملې وې، په شفاف او منظم ډول ووېشل.

یادې مرستې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د پلانونو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا اهل الله حنفي او د مؤسسې مسؤلینو په شتون کې پر مستحقو کسانو باندې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS