د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ژمي موسم په را رسیدو سره د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې ژمنې مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، په شفاف او منظم ډول ووېشلې.

یادې مرستې د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې ریاست استازي او د یادې مؤسسې د مسؤلینو په شتون کې پر مستحقو کسانو ته ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو سره ورته مرستې ترسره شوې وې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی او صحي مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن هرات ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

BACK TO NEWS