د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ډېټابېس او معلوماتو ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند د نوي الکټرونیکي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو برخې د عملي کیدو پر څرنګوالي غونډه جوړه شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۹:۲
mmd

یاده غونډه چې د ډېټابېس او معلوماتو رئیس محترم مولوي باقي بالله فضلي په مشرۍ جوړه شوې وه په هغه کې د معلولینو چارو رئیس محترم قاري عبدالکریم حلیمي، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر، د شهیدانو چارو د محاسبې او تأدیاتو آمر محترم مولوي خیرالله خیرخواه، د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم آمر محترم سید تمیم آغا او اړوند مسلکي کارکوونکو حضور درلود.

په پېل کې، محترم مولوي باقي بالله فضلي د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم، د پرمختایي پروژې پلان په تفصیل سره تشریح کړ او د سیسټم پر ځانګړتیاوو او اهمیت باندې یې خبرې وکړې او د چارو د پېل او عملیاتي پروسې په هکله یې ګډونوالو ته پوره وضاحت وړاندې کړل.

ورپسې محترم سید تمیم آغا د سیسټم د محاسبې او تأدیاتو برخې د ارزښت په هکله خبرې وکړې، د موخو، ګټو او د کارونې د څرنګوالي په هکله یې معلومات وړاندې کړل.

د یادې غونډې په ترڅ کې د سیسټم محاسبې او تأدیاتو برخې د جوړښت، ښه پلي کیدو او پراختیا په موخه د ګډوانوالو نظریات او وړاندیزونه هم واوریدل شول.

په پای کې، ګډونوالو د یادې پروسې پر لاره اچولو څخه خوښي څرګنده کړه او د پلي کیدو په برخه کې یې د اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS