د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له (۱۰) کارکوونکو څخه د زده کړه ئيز پروګرام له بشپړېدو وروسته، ازموینه واخیستل شوه.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لوري یوه میاشت وړاندې د دې وزارت د (۱۰) تنو کارکوونکو لپاره د کمپيوټر ورد پروګرام زده کړه ئيزه بهیر پیل کړی وو، چې د بشپړیدو سره سم، له یادو کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د يادونې وړ ده چې د کارکوونکو چارو ریاست تر دې مخکې هم د دې وزارت کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د مدیریت، اداري مراسلاتو او کمپیوټري مهارتونو په برخو کې بېلابېل پروګرامونه په لاره اچولي دي.
