د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د پروان ولایت له والي سره وکتل

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۵۶

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د پروان ولایت له والي محترم مفتي محمد ادریس انوري سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، په دې کتنه کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د وضعیت اړوند او د یاد قشر لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

همداراز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د ننګرهار، پروان، لغمان او سمنګان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو له رئیسانو سره هم جلا لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې محترم وزیر صاحب د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو له لوري ترسره شوي فعالیتونه او کړنې وستایلې او د رئیسانو څخه یې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په پار مننه وکړه، او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې سپارل شوي مسؤلیتونه په ښه اخلاص، پوره صداقت او ایماندارۍ سره ترسره کړي تر څو د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته اړین خدمتونه په ښه توګه ورسول شي.

همدارنګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر په حضور کې د معلولینو لپاره د ځانګړي شوي نغدي مساعدتونو د وېش په موخه قرعه کشي هم ترسره شوه، چې په پایله کې د (۶۵)تنو معلولینو نومونه بریالي اعلان شول، او هر مستحق معلول به یوه اندازه دنغدي مساعدت په توګه ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

BACK TO NEWS