د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنۍ ریاست لپاره نوی رئیس د محترم مولوي کلیم الله افغان له لوري کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۹:۵۲
mmd

د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په وړانديز، محترم مولوي محمد انور برادر د دې وزارت د کورنۍ پلټنۍ ریاست د نوي رئیس او محترم مولوي محمد نبي وهاج د معلولینو د تثبیت او بایو مټریک د نوي آمر په توګه  د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان له لوري کارکوونکو ته معرفي او رسماً یې خپلې دندې پیل کړې.

د معرفي په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش او د اړوند ریاست کارکوونکو حضور درلود.

په دې غونډه کې محترم مولوي کلیم الله افغان د ملي بودیجې د شفاف او مؤثر مدیریت او پرځای مصرفولو پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ویل چې ملي بوديجه د خلکو، په ځانګړي ډول د کم عاید لرونکو او بې وزله قشرونو له مالياتو او عوايدو څخه تمويلېږي، نو له همدې امله ضروري ده، هغه بوديجه چې هر کال يتيمانو، کونډو او معلولينو ته د نغدي مساعدتونو د ورکولو په موخه دې وزارت ته ځانګړې کېږي، بايد په بشپړدقت، عدالت او پوره شفافيت سره ولګول شي، ځکه چې د ملي بوديجې سم مصرفول د افغانستان د کړېدلو خلکو پر وړاندې يو لوی مسؤلیت دی.

همداراز د مالي او اداري چارو عمومي رئيس د پلټنې ریاست یې د دې وزارت له مهمو او اساسي برخو څخه یاد کړ، ځکه چې د مصارفو د پلټنې او د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د دقیقې ارزونې مسؤلیت لري. هغه ټینګار وکړ چې دا ریاست باید په جديت، دقت او تحقیقي لیدلوري سره خپل فعالیتونه ترسره کړي او د ریاستونو د کړنو یو شفاف، واقعي او واضح انځور وړاندې کړي، په دېکار سره به د دې زمینه برابره شي چې شته خلاوې، ستونزې او ننګونې په اصولي او هر اړخیز ډول وپېژندل شي او د حل په موخه یې مؤثر ګامونه پورته شي.

محترم مولوي کلیم الله افغان د محترم مولوي محمد انور برادر له هغو کړنو او خدمتونو څخه چې تر دې وړاندې یې د غزني ولایت اړوند د شهیدانو کورنيو او معلولینو لپاره ترسره کړي وو، ستاینه وکړه او نوموړی یې یو فعال، صادق، باتجربه او مسلکي شخص وباله چې د اداري چارو په پرمخ وړلو کې ځانګړی مهارت لري او هیله یې وښوده چې د کورنۍ پلټنې نوی رئیس به خپلې سپارل شوې دندې په بشپړ بریالیتوب سره ترسره کړي.

په دې مراسمو کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په خپلو خبرو کې یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کول یو ستر مسئولیت وباله او ټینګار یې وکړ چې د شهیدانو او معلولینو د کورنیو ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي زموږ له مهمو انساني او اسلامي دندو څخه ده، چې جدي او دوامداره هڅو ته اړتیا لري.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې خپلې سپارل شوې دندې په بشپړه امانت‌دارۍ، صداقت، همکارۍ او همغږۍ سره ترسره کړي او د هر کار په ترسره کولو کې د الله تعالی جل جلاله رضا خپله اصلي موخه وګرځوي.

د یادونې وړ ده چې محترم مولوي محمد انور برادر او محترم مولوي محمد نبي وهاج تر دې مخکې د غزني او پکتیکا ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د رئيسانو په توګه دنده ترسره کولې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۲۸
Background image

په کونړ ولایت کې یو شمېر یتیمان او معلولين د فني او حرفوي برنامو له زده کړه ئيزو پروګرامونو څخه فارغ شول

د کونړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) مرستندويه مؤسسې سره په همغږۍ شپږ میاشتې وړاندې د شهیدانو او معلولینو له کورنیو څخه (۶۶) تنو مستحقو کسانو ته د موبايل ترميم، خیاطې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۱۴
Background image

په بغلان ولایت کې يو شمېر مستحقو کسانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ په موخه، د یاد ولایت اړوند پر یو شمېر مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې.

د‌ یادو مرستو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د هلمند ولايت ګرمسیر ولسوالۍ ته د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس سفر

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس چې د یاد رياست آمر او اجرائيه مدیر یې ملتیا کوله، ګرمسیر ولسوالۍ ته يې د سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت څخه لیدنه وکړه، د. . .

BACK TO NEWS