د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۸:۵۱

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، یاده غونډه چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې اړوندو آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د استخدام په پروسه کې د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې د کورنۍ پلټنې ریاست له لوري استول شویو استعلامونو ته باید پر وخت، په دقیق او مسؤلانه ډول ځواب ورکړي، تر څو اداري چارې په منظم او شفاف ډول پر مخ لاړې شي.

همداراز د غونډې ګډونوالو د چارو د لا ښه والي په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، د موضوعاتو تر څېړلو وروسته، محترم مولوي محمد موسی صدیقي په یادو برخو کې کارکوونکو ته، لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۸:۵۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، یاده غونډه چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۸:۴۹
Background image

په نیمروز ولایت کې پر (۱۰۰) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو (۱۰۰) کورنیو باندې خوراکي مرستې ووېشلې.

 او هرې کورنۍ ته د مرستې په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۶
Background image

د کابل ولایت اړوند پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولينو او اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشلې.

په یادو مرستو کې چې اوړه، غوړي، وریجې او. . .

BACK TO NEWS