د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي مشرقي ولايتونو ته د یو لړ سفرونو په ترڅ کې د یاد وزارت اړوند رياستونو کړنې او فعاليتونه په هر اړخیزه توګه و څیړل

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۹:۴۰
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوي چې د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې آمر ښاغلي ملا اهل الله حنفي، د یاد ریاست مسلکي غړو هر یو محترم محمد شفیق شیرزاد او محترم محمد فاروق ځلاند یې ملتیا کوله، د نورستان، کنړ او ننګرهار ولایتونو د شهيدانو او معلولینو چارو رياستونو د کړنو او فعاليتونو د هر اړخیزې ارزونې او څیړنې وروسته یې په لغمان ولایت کې د وزارت اړوند رياست کاري بهیر وڅیړه.

مؤظف پلاوي د معلولینو او یتیمانو د فورمو د څارنې او ارزونې ترڅنګ د بودیجې د کمیت او کیفیت او د مصرف د څرنګوالي په هکله ارزونه وکړه چې د یادې څيړنې په ترڅ کې اداري خلاوې او نیمګړتیاوې په نښه او یادو نېمګړتیاوو ته د رسیدګي په موخه د لغمان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست مسؤلينو او کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې تر څو له غیر قانوني مواردو او اداري خلاوو څخه په کلکه ډډه وشي.

ټاکل شوې ده چې یاد پلاوی به د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت په پروسه کې د لا شفافیت او د ځینو ستونزو د حل په موخه د لغمان ولایت د علینګار، قرغه یي او علیشنګ ولسوالېو ته هم  سفرونه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS