د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دې وزارت له اړوندو کارکوونکو څخه د دیني موضوعاتو ازموینه واخیستله

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۲:۱۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت کارکوونکو ته د دیني مسائلو د زده کړې په برخه کې یو منظم تدریسي پروګرام پېل شوی دی، چې په هغه کې د وزارت اړوند کارکوونکو ته د عقیدوي او فقهي مسائلو په برخو کې زده کړې ورکول کېږي، د کارکوونکو د ارزونې په موخه، نن د ځانګړي پروګرام په ترڅ کې له هغوی څخه په تحریري او تقریري بڼه ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د دعوت او ارشاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په شتون کې په منظم ډول د حضرت حمزه رضي الله تعالی عنه جومات کې چې د دې وزارت په انګړ کې موقعیت لري، واخیستل شوه، د دې ازموینې اساسي موخه د هغوی عقیدوي او فقهي مسائلو او موضوعاتو ارزول وو ، چې د څو میاشتو په اوږدو کې کارکوونکو ته تدریس شوي وو.

په ورته وخت کې د وزارت اړوند کارکوونکو هم په پوره لېوالتیا او چمتووالي سره په ازموینه کې ګډون وکړ، په پرله‌ پسې او منظم ډول یې پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل او د ازموینې ټول بهیر د انضباط او همغږۍ په فضا کې ترسره شو.

د یادونې وړ ده چې ازموینه د کارمندانو څخه په تحریري بڼه او د خدماتي کارکوونکو څخه په شفاهي(تقریري) ډول واخیستل شوه او هغه ګډونوال چې په دې ازموينه کې لوړۍ نمرې ترلاسه کړي د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ له لوري به وستایل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی او صحي مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن هرات ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

BACK TO NEWS