د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د آشیانه مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۱۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنېو اړیکو او تقنین ریاست د آشیانه خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ چې موخه یې یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د ښه ژوند فرصتونو برابرول دي. د دې هوکړه لیک له مخې به، په سمنګان ولایت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو (۱۳۰۰) کورنيو لپاره په (۹) بېلابېلو برخو کې حرفوي پروګرامونه پېل شي، ترڅو هغوی د حرفوي مهارتونو په زده‌کړې سره له اقتصادي اړخه په ځان بسیا شي.

یاد هوکړه لیک د (۲۸۵) زره او (۹۰۶) ډالرو په ارزښت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د آشیانه مؤسسې رئیس محترم انجنیر محمد یوسف نوابي ترمنځ لاسلیک شو او د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به د اوو (۷) میاشتو په موده کې پلي شي.

د دې هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم ملا صدوخان حق شناس د آشیانه مؤسسې له رئیس څخه یې مننه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو لپاره په بېلابېلو برخو کې لا زیاتې مرستې برابرې کړي تر څو د دې اړمن قشر ستونزو ته په ښه توګه رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

BACK TO NEWS