د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د حکومت د رسنیو په مرکز کې

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۱۵:۳۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د حکومت د رسنیو په مرکز کې د معلولیت سکتور اړوند پاتې (۹) دولتي ادارو (ځمکو او ښار جوړونې وزارت، کانونو او پطرولیم وزارت، کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، سوداګرۍ او صنایعو خونه، مسلکي او تخنیکي زده کړو اداره، ستندرد ملي اداره، ملي راډیو تلویزیون، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون او بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست) سره د دوه اړخیزې همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړه.

د هوکړه لیکونو د لاسلیک غونډه کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي، د وزارت مرستیالې جمیلې نورستانۍ، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار او د یادو ادارو مسولینو ګډون درلود.

د دې هوکړه لیکونو پر بنسټ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د جمهوري ریاست لومړی معاونیت د یادو وزارتونو، خپلواکو ادارو او کمېسیونونو د کلني کاري پلان، کاري راپور او کړنو د څرنګوالي څارنه کوي.

د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک موخه دا ده، چې وزارتونه، خپلواکې ادارې او کمېسیونونه مسول دي، چې له لاسلیک وروسته په خپله برخه کې معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د وارثینو د ځان بسیاینې، ټولنیز مشارکت، د ستونزو او ننګونو په نښه کولو، له برنامو څخه د دقیقې څارنې، د معلولیت په برخه کې د راپور چمتو او وړاندې کولو، د مناسبو حللارو او کړنلارو وړاندې کولو، د نهادونو د اغېزناکې همغږۍ او همکارۍ رامنځته کولو، د معلولیت لرونکو وګړو د بشري او مدني حقونو د تامینولو په موخه د بودجې موندنې، زده کړو، د معلولینو ټولنیز ژوند کې د بدلون، په مختلفو دولتي او غیر دولتي ارګانونو کې د کاري فرصتونو د مساوات، په سیاسي، ټولنیزو، تعلیمي او علمي برخو کې د معلولیت لرونکو وګړو د ورګډولو، د دوی د پیاوړتیا په موخه د بنسټیزو خدمتونو ترسره کولو، د دولت په اوږدمهالو او لنډ مهالو پلانونو کې د معلولیت سکتور شاملولو او همدارنګه د ملي او نړیوالو قوانینو د تطبیق په برخه کې هر ډول اسانتیاوې او خدمتونه برابر کړي.

په یادو هوکړه لیکونو کې د ټولو وزارتونو، خپلواکو ادارو او کمېسیونونو مسولیتونه مشخص شوي دي.

د دې برنامې تطبیق او څارنه د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري په مشترک ډول ترسره او راپور به یې د جمهوري ریاست عالي مقام ته ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د پخواني اجراییه رییس په حضور کې له ۳۵ مختلفو دولتي ادارو سره ورته هوکړه لیکونه لاسلیک شوي وو، چې وزیرانو شورا د بین الوزارتي کمېټې له خوا یې د کړنو څارنه کېده او وخت پر وخت یادو ادارو سره د اجرااتو د تعقیب په موخه غونډه جوړېده.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS