د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند سمنګانو ولايت ته سفر وکړ

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۴:۴۵
mmd

د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د یاد وزارت د دفتر رئيس محترم قاري شاه محمد دوست یې ملتیا کوله، سمنګانو ولايت ته د سفر په ترڅ کې د یاد وزارت اړوند رياست کړنو، اجراآتو، فعاليتونو او کاري بهیر څخه یې لیدنه او ارزونه ترسره کړه.

د یادې ارزونې په ترڅ کې محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سمنګانو ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست مسؤلینو ته وويل: "هغه حقوق او نغدي مرستې چې د اسلامي امارت لخوا د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره ټاکل شوي دي، هغه باید پرته له هر ډول درغلۍ او سرغړونې  څخه مستحقو کسانو ته ورکړل شي."

د یاد ریاست د ارزونې پر مهال د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئيس محترم قاري شاه محمد دوست سمنګانو ولایت ته د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سفر موخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنې نغدي مساعدتونو د ورکړې د څرنګوالي ارزونه وبلله او زياته یې کړه: د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سره تر دې تر دمه شپږ لکه پورې یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي چې په هغه کې درې لکه او پنځوس زره (۳۵۰۰۰۰) تنه یتیمان، نوي زره (۹۰۰۰۰) تنه کونډې او یولک او یو اتیا زره (۱۸۱۰۰۰) معلولين شامل دي. نوموړي همداراز زیاته کړه یاد وزارت تر اوس مهاله اتیا فیصده یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د طرزالعمل مطابق میاشتنۍ نغدي مساعدتونه تادیه کړي دي.

په ورته وخت کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير د یاد ریاست د کاري بهیر د ارزونې سربېره له یو شمېر معلولینو سره له نږدې وکتل د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او ورسره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS