د سالنګ تونل د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند له خوا د بیارغونې وروسته پرانیستل شو

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۴:۱۸
mmd

د سالنګ لویې لارې تونل د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند له خوا د بیا رغونې وروسته د موټرو پر مخ پرانیستل شو.

په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه د بغلان ولایت په شمالي سالنګ کې جوړ شوي وو، د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند، د ټولګټو چارو سرپرست وزیر محترم ملا محمد عیسی ثاني، د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید اخند او د اسلامي امارت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.

په همدې موخه په جوړ شوي مراسمو کې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند خبرې وکړې او زیاته یې کړه: یو ملت په اقتصادي لحاظ هغه مهال پر پښو دریږي او د خود کفایۍ پر لور ګامونه اخلي کله چې سالمه زیربنا ولري، زمونږ د هېواد زیربنا د تېرو څلویښتو کلونو د جګړو له امله سخته صدمه لیدلې ده، د اقتصاد د اساساتو رغولو اهمیت اسلامي امارت درک کړی دی، ځکه یې د اقتصادی پالیسۍ مهمه برخه ګرځیدلې ده.

هغه همداراز په وخت او ښه کیفیت سره د سالنګ لویې لارې د تونل او (۱۶) مې ګالري د اساسي بیارغونې له امله د ټولګټو وزارت، قراردادي خصوصي شرکتونو او انجنیرانو له مخلصانه هڅو څخه مننه وکړه.

نوموړي همداراز وویل: اسلامي امارت په پوره اخلاص او صداقت سره د هېواد د آبادۍ لپاره هڅې کوي او ټولې کړې ژمنې به په عمل کې ثابتې کړي، ټول ملت باید د اسلامي امارت څخه په کلکه ملاتړ وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS