د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اجراآتو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۹:۱۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا اهل الله حنفي په مشرۍ یو پلاوي چې د ياد هيٸت په ترکيب کې د مرکزي او ولايتي راپورونو‌ د تحليل او توحيد آمر محترم مولانا نورالدين صاحب زاده، د ولايتي پلانونو له تطبيق څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدير محترم سليم ګل شمشاد او د ګزارشاتو د تحليل او توحيد مسلکي غړی محترم محمد خليل کريمي شامل وو، د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه یې هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د ارزونې په ترڅ کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه، د میاشتني نغدي مساعدتونو وېش او اداري چارې له نږدې و ارزول شوې، شته نیمګړتیاوې او ستونزې په نښه او د حل په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمی او صحي مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند هرات ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند نن هرات ولایت ته ورسید، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۱
Background image

د تخار ولايت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

BACK TO NEWS