د جوزجان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې د نوي برېښنايي سیسټم له چارو څخه څارنه ترسره شوه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۰:۱۸
mmd

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست د ام، آی، اس آمر محترم انجنير الله محمد دوست  په مشرۍ یوه تخنیکي پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي برېښنایی سیسټم له چارو او د اړوند اسنادو څخه هر اړخیزه څارنه ترسره کړه.
د دې څارنې پر مهال محترم انجنير الله محمد دوست د یاد ریاست له لوري د اړوند اسنادونو د ښه ترتیب او منظمې ساتنې څخه ستاینه وکړه او تر څنګ یې د یاد سیسټم د لاښه والي او سمون  په موخه اړوند کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شبیر احمد مقصود د تخنیکي پلاوي څخه د مننې تر څنګ د نوموړي پلاوي له خوا د اصلاحاتو په موخه لازمو لارښونو او سپارښتنو ته د پوره پاملرنې ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS