د بلخ ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې نوی راپور

content_admin
mhj

د بلخ ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې نوی راپور
د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د یاد ولایت ملکي او نظامي شهیدانو او معلولینو ته د حقوقو ورکړې په لړ کې د (۱۲۸۵) نظامي شهیدانو نورو وارثینو ته هم د دوی د شپږو میاشتو حقوق ورکړل، چې (۷۶۲۳۲۱۶۶) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې وه. د پاتې (۱۸۸) شهیدانو حقوق تر کار لاندې دي، چې د ژر به یې کارونه بشپړ شي.
همدارنګه د (۲۰۸) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق د دوی بانکي حسابونو ته لېږدول شوي دي، کولای شي خپل حقوق له بانک څخه ترلاسه کړي. دوی ته (۱۲۲۷۲۳۹۴) بودیجه په پام کې نیول شوې وه. د پاتې (۱۱) تنو حقوق هم په پروسس کې دي او ډېر ژر به بانکي سیستم ته پورته شي.
د (۸۳۵۷) ملکي شهیدانو له ډلې د (۷۷۲) شهیدانو وارثینو ته حقوق ورکړل شوي او (۲۳۱۳۴۷۷۱) افغانۍ بودیجه لګول شوې ده. د پاتې شهیدانو حقوق هم تر کار لاندې دي، چې د قانوني چارو له بشپړېدو وروسته به ورکړل شي.
د دې تر څنګ د (۳۸۱۰) تنو ملکي معلولینو له ډلې (۲۸۱۱) کسانو خپل حقوق ترلاسه کړي دي او دوی ته (۷۹۰۴۴۴۷۴) بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې (۹۹۹) تنو پر حقوق هم کار روان دي او ژر به بشپړ شي.

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۰
Background image

خبرتیا!

 

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې له منظورېدو سره سم، په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بانکي سیسټم له لارې د لومړۍ ربعې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز، چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ.ل کال په لړ کې د یتیمانو، معلولینو او د معلولیت لرونکو وګړو اولادونو لپاره په لاندې . . .

Back to announcements