د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او اجراآتو څخه بررسي ترسره شوه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۵۲

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د راپورونو د انسجام، توحید او تحلیل آمر محترم مولوي حبیب الله صابر په مشرۍ یو پلاوي بادغیس ولایت ته سفر وکړ، د پلاوي په ترکیب کې د یاد ریاست کارکوونکي هر یو ښاغلی عتیق الله نیازي او ښاغلی امین الله امیني شامل وو.

یاد پلاوي د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو شته اسناد له نږدې بررسي کړل او د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره یې د خدمتونو وړاندې کولو له څرنګوالي او یو شمېر نور اړوندو موضوعاتو څخه یې په هر اړخیزه توګه بررسي ترسره کړه، شته نیمګړتیاوې په نښه او د رسیدګي په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۴۸
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د ملاتړ په موخه، د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې او هر مستحق ته څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۲۴
Background image

د کابل ولایت پر (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د آلمان هيواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ څو میاشتې وړاندې د (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د خیاطۍ، فلزکاري، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۹:۸
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۱۲۸) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولايت او ولسواليو اړوند پر (۱۲۸) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ويلچرونه ووېشل، چې (۱۲۰) تنو ته ساده. . .

BACK TO NEWS