خبرتیا!

sadiq_admin
de

خبرتیا!

د لغمان ولایت هغو معلولیت لرونکو وګړو ته چې د اسنادو د څیړنې او ارزونې کمېسیون ته په حضوري ډول نه دي حاضر شوي؛ په ډېر درنښت خبر ورکول کېږي، چې یاد کمېسیون ته تر ۱۳۹۹/۱۰/۱۹ نیټې پورې حاضر شي.

د یادونې وړ ده، که چېري مو اسنادو د څېړنې او ارزونې کمېسیون نه پاتې شي، خپل معلولیت تثبیت نه کړئ او حاضر نه شئ؛ د یاد کمېسیون کاري موده پای ته رسېږي او ستاسې اسناد له څېړنې او ارزونې پاتې کېږي.

هیله ده تر ټاکل شوې نېټې تشریف راوړئ کنه بیا د شکایت حق نه لرئ او راتلوونکي کې مو حقوق په دایمی توګه بند او غیر مستحق ګڼل کېږئ.

باید وویل شي چې تر دې مهاله (۳۸۸۱) تنو معلولیت لرونکو وګړو اسناد څېړل شوي دي او (۱۲۶۹) تنه معلولین کمېسیون ته نه دي حاضر شوي.

په درنښت

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې له منظورېدو سره سم، په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بانکي سیسټم له لارې د لومړۍ ربعې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز، چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ.ل کال په لړ کې د یتیمانو، معلولینو او د معلولیت لرونکو وګړو اولادونو لپاره په لاندې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۹
Background image

خبرتیا!

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د تیرې ادارې د وژل شویو نظامي عسکرو پاتې یتیمانو، کونډو او همداراز د تېرې ادارې نظامي معلولینو ته خبر ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لمړۍ ربعې . . .

Back to announcements