د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هندز نړیوالې (MHI) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو ورځنیو اړتیاوو ته د رسیدګۍ په موخه، د مسلم هندز نړیوالې (MHI) مؤسسې سره د (۱۱) زره او (۴۳۲) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک پر اساس به (۱۳۵) تنو مستحقو یتیمانو ته په کابل ولایت کې (۱۱) ډوله بېلابېل خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.
یاد هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د مسلم هندز نړیوالې (MHI) مؤسسې رئیس محترم محمد آصف فولاد ترمنځ لاسلیک شو او د دې وزارت د شهیدانو چارو ریاست سره په همغږۍ به تطبیق شي.
