د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هندز نړیوالې (MHI) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۱۷

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو ورځنیو اړتیاوو ته د رسیدګۍ په موخه، د مسلم هند‌ز نړیوالې (MHI) مؤسسې سره د (۱۱) زره او (۴۳۲) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک پر اساس به (۱۳۵) تنو مستحقو یتیمانو ته په کابل ولایت کې (۱۱) ډوله بېلابېل خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.

یاد هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د مسلم هند‌ز نړیوالې (MHI) مؤسسې رئیس محترم محمد آصف فولاد ترمنځ لاسلیک شو او د دې وزارت د شهیدانو چارو ریاست سره په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۰
Background image

په بغلان ولایت کې (۲۰) تنو مستحقو یتیمانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د التراحم خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰) تنو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق یتیم ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي محترم قاري ګل حیدر شفق سره وکتل.

په دې لیدنه کې معلولینو ته د میاشتنیو نغدي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۱۹
Background image

په ارزګان ولایت کې (۴۰۰) مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

دوشنبه د ۱۴۰۵ کال د تلې ۲۰ مه

د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د. . .

BACK TO NEWS