د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم محمد صابر ځواک په مشرۍ پلاوي چې د مرکز او ولایتونو د راپورونو د توحید او تحلیل آمر محترم مولانا نورالدین صاحبزاده او د یاد ریاست کارکوونکي محترم خیبر شېرزاد یې ملتیا کوله، فاریاب ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.
د دې سفر اصلي موخه د سپارل شویو مسؤلیتونو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول، د وړاندې شویو خدمتونو په برخه کې د شفافیت معلومول او په یاده برخه کې د شته ستونزو او ننګونو معلومول وو.
د ارزونې په ترڅ کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه، د میاشتني نغدي مساعدتونو وېش او اداري چارې له نږدې و ارزول شوې، شته نیمګړتیاوې او ستونزې په نښه او د حل په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي تر دې وړاندې هم په ځینو نورو ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو له کړنو او فعالیتونو څخه هم په هر اړخیزه توګه ارزونه ترسره کړې وه.