د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۱۵

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم محمد صابر ځواک په مشرۍ پلاوي چې د مرکز او ولایتونو د راپورونو د توحید او تحلیل آمر محترم مولانا نورالدین صاحبزاده او د یاد ریاست کارکوونکي محترم خیبر شېرزاد یې ملتیا کوله، فاریاب ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د دې سفر اصلي موخه د سپارل شویو مسؤلیتونو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول، د وړاندې شویو خدمتونو په برخه کې د شفافیت معلومول او په یاده برخه کې د شته ستونزو او ننګونو معلومول وو.

د ارزونې په ترڅ کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه، د میاشتني نغدي مساعدتونو وېش او اداري چارې له نږدې و ارزول شوې، شته نیمګړتیاوې او ستونزې په نښه او د حل په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وشوې.

د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي تر دې وړاندې هم په ځینو نورو ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو له کړنو او فعالیتونو څخه هم په هر اړخیزه توګه ارزونه ترسره کړې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۲
Background image

په بلخ ولایت کې له (۸۰۰) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۸۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۳۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۳۵۰) تنو مستحقینو ته د خوراکي توکو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د معلولینو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د یوه ملي سوداګر په مالي ملاتړ پر (۳۵۰) تنو مستحقو معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۳۶) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د (۳۶) میلیونه او (۵۹) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS