په ارزګان ولايت کې پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۵۸
mmd

د ارزګان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې وویشلې چې هر مستحق (۴۰۴۰) افغانۍ ترلاسه کړې.

یادې مرستې د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عتیق الله منظور، د ټولنیزو خدمتونو او مرستو چارو د تنظیم عمومي مدیر محترم ملا احمد عبیده او د اقتصاد ریاست د استازي په حضور کې مستحقو کسانو ته ورکړل شوې.

محترم مولوي عتیق الله منظور د نداء الخیر مؤسسې له مرستو او همکاریو څخه یې قدرداني وکړه او په نورو خیریه بنسټونو یې هم غږ وکړ چې د ياد قشر لپاره لا زياتې مرستې برابرې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې پلاوي د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست یو کلني فعالیتونه او اجراآت بررسي کړل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي، محترم امید رحماني او محترم ادریس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۲
Background image

په فراه ولایت کې سلګونو تنو مستحقو کسانو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۶۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۵۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانانو لپاره د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د افغانانو لپاره د هوساینې او پر مختګ مؤسسې سره د (۱۵۰۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له. . .

BACK TO NEWS