په فراه ولایت کې سلګونو تنو مستحقو کسانو ته خوراکي توکي ووېشل شول
د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۶۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په کې اوړه، وریجې، غوړي او ځینې نور اړین مواد شامل وو، په عادلانه او شفاف ډول مستحقو کسانو ته ووېشل.
یادې مرستې د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مسؤلینو، د ولایت مقام د څارنې کمېټې په شتون کې ووېشل شوې.
