په هلمند ولايت کې د‌ شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۳۳

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب،  محترم نصیراحمد حکیمي او محترم امین الله امیني یې ملتیا کوله، د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه.

د دې بررسي په ترڅ کې، د شهيدانو او معلولينو چارو رياست ته، په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ځانګړې شوې بوديجې د مصرفولو څرنګوالی وڅېړل شو، د مخکيني پلاوي سپارښتنې تعقيب او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې وپېژندل شوې.

یاد پلاوي د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت بهیر همداراز د یاد ریاست اړوند نورې اداري چارې  په هر اړخیز ډول تر بررسي لاندې ونیولې.

 همدارنګه یاد پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې د هلمند په مرکز، نادعلي، مارجه او په نهر سراج ولسوالیو کې د یو شمېر شهیدانو کورنیو سره یې له نږدې وکتل،  د هغوی ستونزې واوریدې او یادو کورنیو سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۹:۵۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند پنجشېر ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د کارکوونکو د چارو رئيس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او د مالي او حسابي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

BACK TO NEWS