په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو نغدي مرسته ترلاسه کړې
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، د هرې کونډې لپاره (۷۰۰۰) افغانۍ او د هر یتیم لپاره هم یو اندازه نغدي مرسته ځانګړې شوې وې، چې په منظم ډول (۱۵) تنو کونډو او (۶۰) تنو یتیمانو ته ووېشل شوې.
د مرستو د وېش پر مهال د وزې ځدراڼ ولسوالۍ د شهیدانو او معلولینو چارو مدیر محترم مولوي محمد حنیف افغان او د خیریه بنسټ مسؤلینو شتون درلود.
