په پکتیا ولایت کې (۸۰) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ د یاد ولایت پر (۸۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل. سربېره پر دې، له هر مستحق سره د لارې کرایې په موخه یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.
هغو معلولینو چې ویلچرونه ترلاسه کړي وو، د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له دې نیک اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او هغه یې د ملاتړ او سهولت په برخه کې ارزښتناک وباله.