د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره د یتیمانو لپاره د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۴:۸
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې رئیس محترم محمد ذوالقرنین عباس ترمنځ لاسلیک شو، چې پر اساس به یې، په کابل او بلخ ولایتونو کې (۸۰) تنو یتیمانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د اقتصادي ځان بسیاینې او نورو برخو کې خدمتونه وړاندې شي.

د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم ملا صدوخان حق شناس د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري د ثبت شويو یتیمانو، کونډو او معلولینو د آمار او ارقامو او هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په هکله تفصیلي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په هېواد کې د څو لسیزو جګړو له امله ډیری شمېر یتیمان، کونډې او معلولین راپاتې شوې دي، په کار ده چې هغوی ته د ژوند په بېلابېلو برخو کې ښه خدمتونه وړاندې شي.

په ورته وخت کې د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې رئیس هم د خپلو ترسره شويو فعالیتونو په هکله معلومات وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ به یتیمانو او معلولینو ته د مرستو ترسره کولو زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې ټولیز ارزښت (۱۶۸) زره او (۸۹۰) امریکایي ډالره کېږي چې د دوو کلونو په موده کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۵
Background image

په پروان ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۸
Background image

په کندهار ولايت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰) کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د‌ کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰). . .

BACK TO NEWS