په پکتيکا ولايت کې پر (۹۰۰) مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش
د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۹۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکي ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد حنیف سیف الخالد یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو برابرولو په پار د خیریه مؤسسې له مسؤلینو قدرداني وکړه او پر نورو خیریه بنسټونو او مؤسسو یې هم غږ وکړ چې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د مرستو په وېش کې لومړيتوب ورکړي.
