په پکتيکا ولايت کې پر (۹۰۰) مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۱
mmd

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۹۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکي ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد حنیف سیف الخالد یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو برابرولو په پار د‌ خیریه مؤسسې له مسؤلینو قدرداني وکړه او پر نورو خیریه بنسټونو او مؤسسو یې هم غږ وکړ چې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د مرستو په وېش کې لومړيتوب ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS