په هلمند ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې
د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (IHH) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۴۰۰) تنو یتیمانو باندې ژمنۍ مرستې په شفاف او عادلانه ډول ووېشلې.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولينو چارو رئیس محترم مولوي صدوخان حق شناس او د خیریه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.
همداراز هغو مستحقو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې د یاد ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ، په راتلونکي کې د ورته مرستو غوښتنه وکړه.
