د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اقتصادي، ټولنیز او ظرفیت لوړولو (ODESC) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۷

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په نورستان ولایت کې د یتیمانو، معلولینو او نورو زیانمن شویو ځوانانو ته د مسلکي مهارتونو د زده کړې په موخه، د (ODESC) مؤسسې سره (۴) لکه، (۳۶) زره او (۲۷۸) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک پر بنسټ به د شهیدانو، معلولینو له کورنیو او زیانمن شویو ځوانانو څخه (۱۲۵۰) تنو ته د حرفوي مهارتونو روزنه ورکړل شي. دغه روزنې به د خیاطۍ، د خوراکي توکو د پروسس، د لبنیاتو د تولید، د موبایل ترمیم او نورو اړوندو برخو کې ترسره شي، څو ګډونوال عملي مهارتونه ترلاسه کړي او د کار بازار ته چمتو شي.

د حرفوي زده کړو له بشپړېدو وروسته به ګډونوالو ته د کسب او کار د پیل لپاره اړوند وسایل او تجهیزات ورکړل شي، سربېره پر دې، د هغو زیانمن شویو ځوانانو او لویانو لپاره چې له زده کړو محروم پاتې دي، د سواد زده کړې پروګرامونه به هم پلي شي، څو په ټولنه کې فعاله ونډه واخلي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (ODESC)  خیریه مؤسسې رئیس محترم حسیب الله رحیمي تر منځ لاسلیک شو، چې د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به د لسو میاشتو په موده کې تطبیق شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۸:۴۴
Background image

د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د ياد ولايت له والي سره وکتل

د غور ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج مولوي ګل احمد متوکل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي یې ملتیا کوله، د‌ یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۱۴
Background image

د یتیم د کفالت او پالنې فضیلت

ليکنه : مفتي فیصل خاموش

 

 

د اسلام سپیڅلي دین د یتیمانو پالنې ته هڅونه کړې ګڼ شمیر فضايل يې بیان کړي نو ځکه خو ډیری محدثینو او فقهاء کرامو په خپلو کتابونو کې په بیلا بیلو عنوانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د یتیمانو پر وړاندې د سـرپرست شـرعي مسئولیتونه

ليکوال: مفتي فيصل

اسلام د ژوند یو بشپړ نظام دی، پکې د هر چا حقوق په پام کې نیول شوي دي. الله جل جلاله هېڅوک داسې نه دی پریښی چې چا دې ورسره مرسته او کومک نه وي کړی، بلکې د هر چا لپاره. . .

BACK TO NEWS