په بلخ ولایت کې د شهیدانو او معلولینو (۱۲۰۰) مستحقو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۹:۵۱
mmd

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ولایت مقام سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو (۱۲۰۰) مستحقو کورنيو ته د مرستو د وېش لړۍ پېل کړه، په یادو مرستو کې چې اته (۸) ډوله خوراکي توکي شامل وو، یوه برخه یې د ازبکستان هېواد لخوا او پاتې برخه یې د اسلامي امارت د چارواکو او ملي سوداګرو لخوا چمتو شوې وه.

د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې، نن ورځ (۳۰۰) کورنیو ته مرستې ووېشل شوې او پاتې کورنۍ چې په لرې پرتو ولسوالیو کې ژوند کوي، د بلخ ولایت د والي محترم الحاج محمد یوسف وفا په هدایت، سبا به یې مرستې تر کورونو ورسول شي، ترڅو هغوی له تکلیف څخه خوندي پاتې شي.

د یادو مرستو د وېش بهیر د بلخ ولايت اړوند د (۹) امارتي ادارو د استازو په شتون کې پېل شو.

په ورته وخت کې د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت د بلخ له والي، د ازبکستان خلکو او د یاد ولایت د ملي سوداګرو له مرستو څخه مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۸
Background image

په کندهار ولايت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰) کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د‌ کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰). . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د مؤثر تطبیق په موخه غونډه جوړه شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د لاښه پلي کیدو په موخه د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) مؤسسې په همکارۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په یادو. . .

BACK TO NEWS