د کابل ښار له اولې څخه تر پینځمې ناحیې معلولیت لرونکو وګړو ته خبر ورکول کېږي

content_admin
fdfd

خبرتیا

د کابل ښار له اولې څخه تر پینځمې ناحیې معلولیت لرونکو وګړو ته خبر ورکول کېږي، چې د هېواد د جمهور رییس د حکم پر بنسټ معلولیت لرونکي وګړي د خپلو کلنیو حقوقو ترلاسه کولو وړاندې د دوی ټول اسناد د باصلاحیته کمیسیون له لوري بیاځلي څېړل کېږي، تر څو کلنۍ حقوق یې د دې پروسې له بشپړېدو وروسته ورکړل شي.
په دې توګه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت سره د یادو ناحیو ثبت معلولین کولای شي وزارت ته مراجع وکړي او له دې پروسې برخمن شي.

یادښت: معلولیت لرونکي وګړي دې د کمېسیون له لوري د دوی د اسنادو د بیاکتنې لپاره خپله د معلولیت کتابچه، بانکي کارت او اصلي برېښنایي یا کاغذي تذکره له ځانه سره ولري. د یادونې وړ ده، چې پرته له برېښنایي تذکرې هم دا پروسه د اجرا وړ ده.

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۰
Background image

خبرتیا!

 

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې له منظورېدو سره سم، په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بانکي سیسټم له لارې د لومړۍ ربعې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز، چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ.ل کال په لړ کې د یتیمانو، معلولینو او د معلولیت لرونکو وګړو اولادونو لپاره په لاندې . . .

Back to announcements