د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۳۰) تنو مستحقینو باندې زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۳۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې، د بېوزلۍ د کچې د کمولو او هغوی ته د دوامداره عاید سرچینو د برابرولو په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۳۰) تنو یتیمانو او معلولینو زرنج موټرسايکلونه ووېشل.

د یادو مرستو موخه دا ده چې مستحق کسان وکولای شي د  کوچنیو کاروبارونو له لارې خپل ورځنی عاید زیات کړي او د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې په ښه ډول پوره کړي.

د دغو مرستو مستحق کسان د کابل، ننګرهار، لغمان، پروان، کاپیسا، ميدان وردګ او لوګر ولایتونو څخه وو، چې د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو له ډلې انتخاب شوي وو.

د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم رئيس محترم مولوي علاؤ الدين سعد، د ټولنیزو خدمتونو رياست آمرينو محترم ملا ابراهیم شاه خلیل او محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې رياست استازو، د يادو ولايتونو د شهیدانو او معلولینو چارو رياستونو استازو او د خیريه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې وړاندې هم په بغلان، کندز، تخار، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې یتیمانو او معلولینو ته ورته مرستې ترسره کړې وې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۴۸
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د ملاتړ په موخه، د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې او هر مستحق ته څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۲۴
Background image

د کابل ولایت پر (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د آلمان هيواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ څو میاشتې وړاندې د (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د خیاطۍ، فلزکاري، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۹:۸
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۱۲۸) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولايت او ولسواليو اړوند پر (۱۲۸) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ويلچرونه ووېشل، چې (۱۲۰) تنو ته ساده. . .

BACK TO NEWS