د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه د افغانستان لپاره د إناره خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱۹
mmd

یاد هوکړه لیک د (۳) میلیونه او (۶۳۲) زره او (۳۰۰) افغانيو په ارزښت د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدو خان حق شناس او د افغانستان لپاره د إناره مؤسسې مسؤل محترم اکرام الله صافي ترمنځ لاسلیک شو، چې د هغه پر بنسټ به، په کابل او ننګرهار ولایتونو کې (۱۵۰۰) تنو یتیمانو ته ژمني توکي چمتو او ووېشل شي.

محترم ملا صدو خان حق شناس د هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال یتیمانو او معلولینو ته د لا زیاتو مرستو پر چمتو کولو ټینګار وکړ، او د مؤسسې له مسؤل څخه یې وغوښتل چې د شهیدانو او معلولینو چارو  وزارت سره په همغږۍ مستحقو کسانو باندې خپلې مرستې ووېشي تر څو له مرستو واقعي مستحقین برخمن شي.

د یادونې وړ ده چې یاده پروژه به د یوې میاشتې په موده کې د کابل او ننګرهار ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۵
Background image

په پروان ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۸
Background image

په کندهار ولايت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰) کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د‌ کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰). . .

BACK TO NEWS