د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کونډو او معلولیت لرونکو مېرمنو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د روغتیا او کرنې د پراختیا مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۹:۲۶
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کونډو او معلولیت لرونکو مېرمنو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د روغتیا او کرنې د پراختیا مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې، د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د (۵۰) تنو کونډو او معلولیت لرونکو مېرمنو لپاره د کورنۍ نانوایي د جوړولو په موخه، اړین وسایل واخیستل شي او د هغوی په واک کې به ورکړل شي.

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس او د روغتیا او کرنې د پراختیا مؤسسې رئیس محترم میرویس توخي تر منځ لاسلیک شو، چې د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست سره په همغږۍ به پلي شي.

همداراز د دې پروژې ټولیز لګښت (۴۵) زره ډالره کېږي او د نه (۹) میاشتو په موده کې به تطبیق شي.

د یادونې وړ ده چې یادو مېرمنو ته به د کورنۍ نانوایي د وسایلو تر وېش وروسته، د دوو میاشتو په موده کې به د ډوډۍ پخولو عملي زده‌ کړې هم ورکړل شي، ترڅو مېرمنې وکولای شي د نانوایۍ له وسایلو څخه مؤثره استفاده وکړي او د خپلې کورنۍ لپاره عاید پیدا او پر ځان بسیا شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

په نیمروز ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو اړوند پر (۹۱۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نقلیه وسایطو د اړتیا وړ د (۴۵) قلمه فلترباب او روغنیاتو د چمتو کولو په موخه، د آفر پرانیستنې غونډه د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د پخلنځي د (۴۶) ډوله تنظیفاتي او نورو اړینو توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شوه چې په هغه کې د. . .

BACK TO NEWS