د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۸:۴۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه د (ZFA) مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ. چې له مخې به یې په لوګر، پکتیا او لغمان ولایتونو کې (۱۵۹۵) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لوی اختر په مبارکو ورځو کې د قربانۍ غوښه ووېشل شي.

یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس، محترم ملا صدوخان حق‌شناس او د (ZFA) مؤسسې رئيس محترم ډاکټر حمیدالدين يولداش ترمنځ لاسلیک شو. چې مجموعي ارزښت یې (۴۹) زره او (۵۰۰) ډالره کېږي او په يادو ولایتونو کې به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند ریاستونو سره په همغږۍ پلې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو باندې خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې له (١١٠ ) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (١١٠) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د فراه ولایت والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د فراه ولایت محترم والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو، کړنو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ليدنه وکړه، د لیدنې پر مهال د یاد ریاست. . .

BACK TO NEWS