د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه د (ZFA) مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ. چې له مخې به یې په لوګر، پکتیا او لغمان ولایتونو کې (۱۵۹۵) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لوی اختر په مبارکو ورځو کې د قربانۍ غوښه ووېشل شي.
یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس، محترم ملا صدوخان حقشناس او د (ZFA) مؤسسې رئيس محترم ډاکټر حمیدالدين يولداش ترمنځ لاسلیک شو. چې مجموعي ارزښت یې (۴۹) زره او (۵۰۰) ډالره کېږي او په يادو ولایتونو کې به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند ریاستونو سره په همغږۍ پلې شي.