د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د مسلم هنډز مرستندویه مؤسسې (MHI) ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو لپاره د ښه زده کړه ئیزو فرصتونو د برابرولو او د هغوی د اقتصادي ملاتړ په موخه، د څه باندې (۴۷۸) زره افغانیو په ارزښت د د مسلم هنډز مرستندویه مؤسسې (MHI) سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د موبایل او کمپيوټر ترمیم په برخو کې د مسلکي زده کړو زمینه برابره شي، په میاشتني ډول به هغوی ته یو اندازه نغدي مرستې هم ووېشل شي.
د همکارۍ دغه هوکړه لیک د دې وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو ریاست او د مسلم هنډز نړیوالې مرستندویه مؤسسې د رئيس ترمنځ لاسلیک شو چې د شهیدانو ورثه او معلولینو د پالنې مرکز سره په همغږۍ به د (۵) میاشتو په موده کې تطبیق شي.
