د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۳۰
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو کسانو لپاره د لوی اختر په مبارکو ورځو کې د قربانۍ غوښې د ویش په موخه د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ. چې له مخې به یې په کابل، ننګرهار، لغمان، کنړ او پروان ولایتونو کې د (۴۱۶۸) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د قربانۍ غوښه ووېشل شي.

یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئیس، محترم ملا صدوخان حق‌شناس او د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې مرستیال محترم همایون نوري ترمنځ لاسلیک شو. چې مجموعي ارزښت یې (۱۲۳) زره او (۵۷۵) ډالر کېږي او په ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS