په لغمان ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د پاکو اوبو د برابرولو په موخه پروژه پیل شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۰

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو لپاره د صحي اوبو د برابرولو په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د درې (۳) څاګانو د کيندلو چارې پیل کړې.

تمه ده چې د دې څاګانو په بشپړېدو سره به د یتیمانو کورنۍ د پاکو اوبو له جدي ستونزو څخه خلاصې شي او د هغوی د ژوند په شرایطو کې به مثبت بدلون راشي.

د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست استازي محترم ضیاءالله حیدري او د یادې خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي زنخان او واعظ ولسواليو ته د سفرونو په ترڅ کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره ليدنه وکړه، د هغوی احوال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۹:۴۲
Background image

د پکتیکا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت د ډيلي ولسوالی ته سفر ترسره کړ

د پکتیکا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج  په مشرۍ يوه پلاوي د پکتیکا ولایت ولسواليو ته د سفرونو دلړۍپه ترڅ کې د ډيلي  ولسوالي ته سفر ترسره کړ دمجردو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۴۵
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وريجې، غوړي او ځینې نور. . .

BACK TO NEWS