د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغان معلولینو د لاسرسي (AOAD) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د زابل ولایت اړوند د (۲۳۲۰) تنو معلولیت لرونکو لپاره د اقتصادي ځان بسیاینې او د هغوی نورو اړتیاوو ته د رسیدګۍ په موخه د افغان معلولینو د لاسرسي مؤسسې سره د (۲) لکه، (۱۰) زره او (۷۵۳) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دې هوکړه لیک له مخې، نارینه او ښځینه معلولینو ته به د درې کلونو په موده کې د روغتیایي خدمتونو، عامه پوهاوي، مسلکي زده کړو او همداراز د اقتصادي ځان بسیاینې په نورو برخو کې مرستې ترسره شي.
د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقانی او د افغان معلولینو د لاسرسي (AOAD) مؤسسې استازي محترم نورالحق ثاقب ترمنځ لاسلیک شو، چې د درې کلونو په موده کې به د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ تطبیق شي.
