د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس په دې ولایت کې د یوناما دفتر له سیاسي مسؤلې سره وکتل

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۰:۱۰
mmd

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم شاه ولي احمدي په دې ولایت کې د یوناما دفتر له سیاسي مسؤلې آغلې سارادیمول سره وکتل، په دې کتنه کې یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د بشري مرستو د دوام په هکله خبرې وشوې.

د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ لپاره د ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو او مؤسسو  بشري مرستې مهمې او اړینې وبللې او زیاته یې کړه: دا  ریاست هڅه کوي چې د ټولنې اړمن قشر ته د خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه زیاتې مرستې راجلب کړي ترڅو د هغوى اقتصادي ستونزې په سمه توګه حل شي.

په ورته وخت کې په دې ولایت کې د یوناما د سیاسي دفتر مسؤلې هم ژمنه وکړه چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په برخه کې به همکاري وکړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۲۱
Background image

په پنجشېر ولايت کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئيس محترم محمد صابر ځواک په مشرۍ یو پلاوي چې د مرکز او ولایتونو د راپورونو د تحلیل او توحید آمر محترم مولانا نورالدين صاحبزاده،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۱۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ظرفیت لوړولو، اقتصادي او د ټولنیزې ودې مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (۴۰۹) زره او (۱۰۳) ډالرو په ارزښت د ظرفیت لوړولو، اقتصادي او د ټولنیزې ودې مؤسسې سره د همکارۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۱۸۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د لایف خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۱۸۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي او د. . .

BACK TO NEWS