د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ظرفیت لوړولو، اقتصادي او د ټولنیزې ودې مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۱۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (۴۰۹) زره او (۱۰۳) ډالرو په ارزښت د ظرفیت لوړولو، اقتصادي او د ټولنیزې ودې مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې، په نورستان ولایت کې د شهیدانو او معلولینو له کورنيو څخه (۱۰۵۰) تنو مستحقو کسانو لپاره د کرنې او همداراز د خیاطۍ په برخو کې د حرفوي زده کړو پروګرامونه پيل شي، اړین وسایل او لوازم به ورته واخیستل شي او په اختیار کې به یې ورکړل شي، تر څو هغوی وکولای شي د کوچنیو کاروبارونو په پیل کولو سره له اقتصادي اړخه په ځان بسیا شي.

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او ظرفیت لوړولو، اقتصادي او د ټولنیزې ودې مؤسسې رئیس محترم حسیب الله رحیمي ترمنځ لاسلیک شو، چې د تطبیق چارې به یې د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ د (۸) میاشتو په موده کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS