د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Sun, Feb 08 2026 9:30 AM

د چارو د لاښه والي په موخه، د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد  په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم ملا احسان‌الله عابد د اداري نظم پر ارزښت، د بېلابېلو څانګو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ پر رامنځته کولو، د شهیدانو ورثه‌ وو او معلولینو چارو ته د لا ښې رسېدګۍ او په ځینو نورو مهمو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

محترم ملا احسان الله عابد له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې ورسپارل شوې دندې په پوره ژمنتیا او اخلاص سره ترسره کړي.

په دې غونډه کې د مراجعینو سره د نېک چلند، د چارو د چټکتیا او اسانتیا په برخه کې کارکوونکو ته لازمې او ارزښتمنې سپارښتنې وشوې، همداراز د کارکوونکو د صادقانه او نه ستړې کېدونکو هڅو قدرداني وشوه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS