د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اړوند (۶۴) تنو کارکوونکو ته د وړتیا لوړولو پروګرام له بشپړولو وروسته تصدیق پاڼې ووېشل شوې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۸:۵۷

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست، د ملکي خدمتونو د انسټیټوت او د (ASPSO) مرستندویه مؤسسې په همغږۍ د (۶۴) تنو کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو په موخه ښوونیز سیمینار په لاره اچولی وو چې په هغې کې د وزارت مرکزي کارکوونکو ته د مهمو موضوعات لکه د ادارې او مدیریت اصول، اداري مراسلات، مالي مدیریت، پروپوزل لیکنې او همدارنګه د څارنې او ارزونې په برخو کې زده کړې ورکړل شوې.

همداراز د دعوت او ارشاد ریاست له لوري چې څه موده وړاندې د کارکوونکو څخه چې په دینی او عقیدوي برخو کې ازموینه اخیستل شوې وه، ممتازو کارکوونکو ته نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د ملکي خدمتونو د انسټيټوټ مرستیال محترم انجنیر ویس الدین ویس، د افغانستان د استراتيژیکو مطالعاتو د مؤسسې رئيس محترم محمد طارق غیرت او د وزارت د اړوندو ریاستونو محترمو رئيسانو، آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې پروګرام کې محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د مسؤلیتونو د سم ترسره کولو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې هغه دنده چې کارکوونکو ته سپارل شوې، یو امانت دی او باید په بشپړ صداقت سره ترسره شي، ځکه چې په امانت کې خیانت کول حرام دي، ټول کارونه باید د اصولو او مقرراتو سره سم پر مخ یووړل شي او له هر ډول سهل‌انګارۍ څخه ډډه وشي.

د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال له کارکوونکو وغوښتل چې له یتیمانو، کونډو او معلولینو سره، چې د ټولنې له اړتیا لرونکو قشرونو څخه دي، په نېک اخلاق، زغم او مهربانۍ چلند وکړي او خپلې چارې د مسؤلیت له احساس سره ترسره کړي.

محترم شیخ صاحب دغه پروګرامونه یو ارزښتناک تعلیمي فرصت وباله او کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې له دې روزنیزو پروګرامونو څخه اعظمي ګټه واخلي، له تکبر او غرور څخه ځانونه وساتي، د علم زده کړه ارزښتمنه وګڼي، د خپل ظاهر او باطن د اسلامي شریعت او د رسول الله ﷺ د سنتو سره سم عیارکړي او وخت په سمه توګه مدیریت او وکاروي.

ورپسې محترم مولوي کلیم‌الله افغان په دې پروګرام کې د مسلکي زده‌ کړو د اهمیت او اړتیا په اړه وینا وکړه او زیاته یې کړه چې مسلکي او روزل شوي کارکووونکي کولای شي اداري نظام په منظم او هدفمند ډول مدیریت کړي او د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

د مالي او اداري چارو عمومي رئيس وویل چې د داسې ارزښتناکو سیمینارونو او روزنیزو پروګرامونو ترسره کول د معیاري، حساب‌ ورکوونکي او ځواب‌ویونکي مدیریت د پلي کېدو لپاره مناسبه زمینه برابروي او اداري نظام له دودیزو او رواجې طریقو څخه د معیاري مدیریت پر لور سوق کوي.

همداراز محترم مولوي کلیم‌ الله افغان ټینګار وکړ چې د اداري پرمختګونو او د مراجعینو د ورځنیو ستونزو د اغېزمنې حل لارې لپاره د معیاري او مسلکي مدیریت رامنځته کول یوه جدي اړتیا ده او دغه ډول پروګرامونه د کارکوونکو مسلکي ظرفیتونه لوړوي او مراجعینو ته د باکیفیته خدمتونو وړاندې کول تضمینوي.

په دې پروګرام کې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د مسلکي مهارتونو د زده کړې د اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او وې ویل چې د کارکوونکو د وړتیاوو لوړول د خدمتونو د کیفیت په ښه کولو او د کاري مؤثریت په زیاتولو کې مهم رول لري.

محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کارکوونکو د چارو ریاست د تېرو څلورو کلونو فعالیتونه هم وړاندې کړل او ویې ویل چې دې ریاست ۹۳۱ کارکوونکي د وړتیا لوړولو بېلابېلو پروګرامونو ته معرفي کړي دي. له دې جملې څخه، ۲۳ پروګرامونه د وزارت دننه او ۷۸ پروګرامونه د وزارت څخه بهر ترسره شوي دي. هغه زیاته کړه چې د دغو پروګرامونو اصلي موخه د کارکوونکو وړتیا لوړول او په اداري چارو کې د فعالیت زیاتوالی دی.

د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په دې پروګرام کې د دینی او عصري علومو د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او وې ویل چې د اسلام مبارک دین مسلمانان بیدارۍ، پوهې او مسؤلیت پذیري ته رابللي دي، هر مسلمان ته پکار ده چې خپلې اړیکې د خدای جل جلاله سره پياوړې کړي او خپل ظاهر او باطن د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ﷺ د سیرت سره سم برابر کړي.

د پروګرام په پای کې (۶۴) تنو کارکوونکو ته تصدیق پاڼې او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري پېژندل شویو ممتازو کارکوونکو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۸:۵۸
Background image

برای (۶۴) تن از کارکنان وزارت امور شهداء و معلولین پس از تکمیل برنامه آموزشی ارتقای ظرفیت تصدیق نامه ها اعطاء گردید

 برای (۶۴) تن از کارکنان وزارت امور شهداء و معلولین پس از تکمیل برنامه آموزشی ارتقای ظرفیت تصدیق نامه ها اعطاء گردید

سه شنبه ۷ دلو ۱۴۰۴

ریاست امور کارکنان وزارت امور شهداء و معلولین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۱۵
Background image

رئیس دعوت و ارشاد وزارت امور شهداء و معلولین برای کارمندان وزارت احیاء و انکشاف دهات بیان اصلاحی ایراد نمود

محترم مفتی عبدالاحد مسعود رئیس دعوت و ارشاد وزارت امور شهداء و معلولین در جلسۀ که برای کارمندان وزارت احیاء و انکشاف دهات تدویر یافته بود، پیرامون اهمیت دعوت و ارشاد، جایگاه اطاعت از. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۶
Background image

برای صدها تن از افراد مستحق در ولایت هلمند کمک های زمستانی توزیع گردید

ریاست امور شهداء  و معلولین ولایت هلمند به منظور حمایت از خانواده های شهداء و افراد دارای معلولیت با هماهنگی مؤسسه خیریه همدرد، کمک های زمستانی را برای (۳۰۰) تن از ایتام، خانم های بیوه. . .

BACK TO NEWS